AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۵ ۱۳:۰۴
Journalist ID: 5624
News ID: 85539452
T T
۰ Persons

Tags

په هرات ولایت کې د غواګانو فارمونو د پام وړ وده کړې ده

کابل – ایرنا – د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې د غواګانو فارمونو د پام وړ وده اعلان کړه.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو نن یکشنبه د چنګاښ په ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په هرات کې د غواګانو د فارمونو په جوړولو سره هرات د لبنیاتو په برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.

د هرات د غواګانو د اتحادیې مشر غلام محمد امیري د غواګانو د فارمونو شمېر له ۷۰۰ څخه زیات وباله او ویې ویل: دغه فارمونه هره ورځ ۳۱۵ ټنه لبنیات تولیدوي. د دغو محصولاتو شاوخوا ۳۵ ټنه د کابل، کندهار او نیمروز په ګډون نورو ولایتونو ته صادرېږي.

د هرات يو تن بزګر بصير احمد محمدي وويل: څو کاله وړاندې يې د غواګانو فارم جوړ کړ او په لومړي سر کې په دغه فارم کې د غواګانو شمېر کم و، خو اوس په دغه فارم کې ٤٥ غواګانې ساتل کېږي.

د هرات د څارویو د اتحادیې مسوولین وايي چې په هر فارم کې له ۵ تر ۲۰ پورې کسان کار کوي.

د هرات د کرنې ریاست چارواکي هم ټینګار کوي چې د غواګانو د فارمونو د ښه ودې لپاره پلانونه لري.

د هرات د کرنې او مالدارۍ رييس پير محمد حليمي وويل: دغه ولايت د يو شمېر کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو له پلوه پر ځان بسيا شوى او دوى هڅه کوي، چې دغه محصولات نورو ولايتونو ته هم صادر کړي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په هرات کې د څارویو ۷۳۰ فارمونه فعال دي او په دغو فارمونو کې څو ټنه لبنیات لکه شیدې، مستې او پنیر تولیدېږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .